عقايد 411

تعظیماً چاته دريدل

تعظیماً چاته دريدل سوال: ایا د کوم انسان لپاره د تعظیم په نیت له خپل ځایه پاڅېدل سم کار دی؟ که څوک ونه درېږي د قرآن او حدیث له مخې حکم یې څه دی؟ (عارف شهزاد –) ځواب: د هيڅ شخص لپاره د تعظیم په نیت له خپل ځایه درېدل روا نه دي. هو! که د هرکلي لپاره مخې ته ورشې، د دې اجازه شته. له سيدنا امیر معاويه رضی الله عنه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «هغه څوک چې دا خوښوي چې خلک د ده لپاره ودرېږي، نو هغه دې دوزخ کې خپل ځای تیار کړي.» (ابو داود: 5229، ترمذي: 2764) ابو مجلز رحمه الله وایي: امیر معاويه رضی الله عنه یوې کوټې ته داخل شو، په دې کوټه کې ابن عامر او ابن الزبیر رضی الله عنهما هم ناست وو. ابن عامر ودرېد، خو ابن الزبیر کیناستلی پاتې شو. نو امیر معاويه رضی الله عنه ابن عامر ته وفرمايل: «کینه! بېشکه ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدلي دي چې هغه څوک چې دا خوښوي چې خلک د ده لپاره په فرمانبردارۍ سره ودرېږي، هغه دې خپل کور د اور (دوزخ) په منځ کې جوړ کړي.» (شرح السنۃ: 12/395، مشکل الآثار: 2/38-39) انس رضي الله عنه روایت کوي: صحابه کرامو ته له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه محبوب او ګران شخص نه و، خو کله چې به یې رسول الله صلی الله عليه وسلم ليد، نو د تعظیم په خاطر به نه درېدل، ځکه دوی پوهېدل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه ډول درېدل بد ګڼل. (ترمذي: 2763، شرح السنۃ: 12/294) له دې صحیحو احادیثو ښکاره شوه چې د کوم شخص لپاره درېدل روا نه دي. رسول الله صلی الله عليه وسلم چې صحابه کرامو ته د ټول مخلوق نه زیات محبوب وو، د ده لپاره هم دوی درېدل نه کول. ځکه چې نبي صلی الله عليه وسلم دا کار ناپسند باله او د دې لپاره یې وعید هم بیان کړی دی. نو بیا کوم استاد، پروفیسور، وکیل، قاضي، وزیر، برېګېډیر یا جنرال څنګه د دې قیام مستحق کېدای شي؟ هغه خلک چې د چا لپاره نه درېدل بد ګڼي، هغوی باید د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سپېڅلو تعلیماتو ژور فکر وکړي او د شریعت د مخالفت څخه ځان وساتي.
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق