عقايد 414

ابن حجر رحمه الله او امام زرقاني رحمه الله څوک دي؟

ابن حجر رحمه الله او امام زرقاني رحمه الله څوک دي؟ سوال: حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله او امام زرقاني رحمه الله دا دواړه شخصيتونه څوک دي؟ ما اورېدلي چې د اهل حديثو علماوو پر دوی د کفر فتوی لګولې ده، ايا دا خبره رښتيا ده که يوازې افترا ده؟ او هغه څوک چې پر چا دروغ تهمت ولګوي، د هغه انجام به څه وي؟ (محمد اقبال – ) ځواب: حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله يو ستر محدث، د صحیح بخاري شارح او د حديثو په علم کې د لوړ مقام خاوند وو. د حديثو په اصولو او د روايتونو په سلوک (رجال) کې يې بې سارې کتابونه ليکلي چې نن د علماوو د کتابتونونو زينت دي، او د علم زده کوونکي او علما ترې ګټه اخلي. علامه زرقاني رحمه الله د سيرت ليکوال او د موطا امام مالک شارح وو. د ده مقام هم خپل ځای لري، خو د ابن حجر عسقلاني رحمه الله مقام د دوی په پرتله ډېر لوړ دی. اهل حديث علما د دغو اکابرو احترام کوي، او هېڅکله د دوی پر ضد د کفر فتوی نه ده لګولې. دا يوازې افتراء او بهتان دی، چې د قرآن حکيم په نظر کې ډېر ستر ګناه دی. نو هغه خلک چې داسې پروپاګند خپروي، هغوی ته پکار ده چې له دې کاره لاس واخلي. ائمۀ دین، فقهاء، محدثین، مفسرین او مجتهدین رحمهم الله زموږ د درناوي وړ دي. ځکه د دوی په برکت موږ ته د اسلام روښانه لاره راپه برخه شوې ده. څوک چې د ائمه دین ادب او احترام نه ساتي، هغه ډېر بدبخته دی او له هغه د ښه انجام هېڅ تمه نشي کېدای. الله تعالی دې موږ ته د ائمه د دین د ادب او احترام توفیق راکړي. آمين.

بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق