عقايد 415
ايا د شرعي احکامو په اړه د تعدیل اړتیا سته؟
ايا د شرعي احکامو په اړه د تعدیل اړتیا سته؟ پوښتنه: هغه کس چې وايي ځینې شرعي احکام د زمانې د نویو اړتیاوو سره سمون نه خوري، نو په دې کې باید نظرثاني او ترمیم وشي – د داسې کس حکم څه دی؟ ځواب: هغه ټول احکام چې الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره نازل کړي، او د قرآن حکیم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو له لارې یې تفسیر او وضاحت شوی وي، لکه: لمونځ روژه حج زکات میراث ایلاء طلاق حدود او نور هغه احکام چې په اړه د امت اجماع ده په دغو کې هېڅ شخص ته د اعتراض کولو حق نشته. په دې کې د تعدیل یا نظرثانۍ غوښتل حرام دي. دا احکام محکم او ثابت دي او د هر وخت لپاره په همدې ډول تطبیقېږي لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې عملي کېدل او د خلفاء راشدینو په دوره کې جاري وو. هغه څوک چې غواړي د شرعي محکم احکامو بدلول، تعدیل یا نظرثاني وکړي، نو دا کس د اسلام له دايرې وځي. ځکه داسې اعتراض په حقیقت کې د الله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په اړه ښکاره اعتراض دی، او دا صریح کفر دی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حکم سره داسې کس واجب القتل دی، لکه څنګه چې مبارک حدیث دی: > «مَن بَدَّلَ دِينَهُ فَاقْتُلُوهُ» (مسند احمد، بخاري او نور) "هغه څوک چې خپل دین بدل کړي، هغه ووژنئ." نو تجدد غوښتونکې نوې نسل ته پکار ده چې خپل ځان د اسلام په دایره کې محدود وساتي، د غرب د اغېزو لاندې نه راځي، او ځانونه د دوزخ له اوره وژغوري. همدارنګه، مسلمان والدینو ته پکار ده چې خپل اولادونه د اسلامي اصولو پر بنسټ وروزي، څو هغوی د اسلام پر احکامو اعتراض کوونکي نه، بلکې د اسلام ریښتیني عملي مسلمانان وګرځي.
