عقايد 426
پینځلسمه د شعبان شپه او د هغې ورځې روژه
پینځلسمه د شعبان شپه او د هغې ورځې روژه سوال: آیا د شعبان د میاشتې د پنځلسمي شپې قیام (عبادت کول) او د هغې ورځې روژه نيول صحیح حدیث نه ثابته دي؟ ځواب: په دې اړه له حضرت علي رضي الله عنه نه داسې یوه روایت نقل کېږي: > «کله چې د شعبان نیمایي شپه شي نو قیام وکړئ (عبادت وکړئ) او د هغې ورځې روژه ونیسئ.» دا روایت موضوع دی، ځکه د دې روایت په سند کې ابن ابی سبره نومی سړی دی. د هغه په اړه امام احمد بن حنبل رحمه الله او امام یحییٰ بن معین رحمه الله ویلي دي چې: > «هغه روایتونه جوړوي . نو ځکه دا روایت موضوع دی، او د همدې لپاره د شعبان د نیمایي شپې په ځانګړي ډول قیام کول او د هغې ورځې په ځانګړي ډول روژه نیول صحیح نه دي. البته: که څوک عادت لري چې د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو کې روژه نیسي، یا د میاشتې د ۱۳، ۱۴ او ۱۵ ورځې چې ورته "ایام بیض" ویل کېږي، روژه نیسي، یا د یوه ورځ روژه نیسي او بله ورځ پرېږدي، نو که د شعبان پنځلسمه ورځ په هغه معمول کې ورشي، هیڅ حرج نشته. خو په ځانګړي ډول دا شپه ویښه کېدل او سبا یې د روژې ځانګړی اهتمام کول، دا صحیح نه دي.
