عقايد 449
د صفر د میاشتي په اړه د اسلامي لارښوونو بیان
د صفر د میاشتي په اړه د اسلامي لارښوونو بیان پوښتنه: ځینې خلک د صفر میاشتې ته د نحوست میاشت وایي، د دې خبرې حیثیت څه دی؟ ځواب: کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم نړۍ ته تشریف راوړ، نو نړۍ د جهالت او ګمراهۍ په تیارو کې ډوبه وه. خلک په ډول ډول توهماتو او شیطاني وسوسو کې اخته وو. د هماغو جاهيلي باطلو عقایدو او رواجونو څخه یو د صفر میاشتې په اړه و. د زمانې د جاهلیت خلکو ګومان کاوه چې د هر انسان په ګېډه کې یو مار وي، کله چې ګېډه تشه شي او لوږه ورشي، نو هغه مار انسان چیچي او تکلیف ورکوي. ځینو صفر ته د یوې ناروغۍ حیثیت ورکاوه چې ګېډه خوږوي او پرې کوي. ډېر خلک صفر میاشت د بدفالۍ میاشت بلله او ویل یې چې په دې کې ډېرې مصیبتونه نازلېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم دغو جاهيلي توهماتو ته پای ټکی کېښود او د هغوی بطلان یې څرګند کړ. د هغه مبارک ارشاد دی: > "لا عدوى ولا صفر ولا هامة" (صحیح البخاری، کتاب الطب، حدیث: 5717) ژباړه: یوه ناروغي په خپله بله ناروغۍ ته نه انتقالېږي، د "صفر" هیڅ حقیقت نشته، او "هامې" (د مرغانو د بدشګون) هیڅ اصل نشته. د علماوو تفسیر: د امام بخاري رحمه الله په اند، د "صفر" څخه مراد هماغه د ګېډې ناروغي ده چې خلک یې په اړه بدګمان وو. ځینو نورو علماوو ویلي چې د "صفر" نه مراد هماغه میاشت ده، یعنې: صفر میاشت منحوسه نه ده. ځینې خلک داسې روایت کوي: > "چا چې ما ته د صفر د میاشتې د ختمېدو زېرى راوړه، زه به ورته د جنت زېرى ورکړم." خو دا روایت بې اصله دی. ملا علي قاري رحمه الله په خپل کتاب الموضوعات الکبیر (ص 116) کې لیکلي: > "دې روایت ته هېڅ اصل نشته." --- د صفر میاشتې د نحوست عقیده د زمانې د جاهلیت توهمات دي. اسلام دا ټول خرافات رد کړي او څرګنده کړې ده چې: صفر میاشت د نورو میاشتو په څېر یوه میاشت ده. په دې میاشت کې کوم ځانګړی بدشګون او نحوست نشته. د صفر د نحوست خبره یوازې د جهل او خرافاتو څخه سرچینه اخلي.
