عقايد 451

دا ږیره کټ کوونکی امام

دا ږیره کټ کوونکی امام سوال زموږ د کلي په جومات کې امام صاحب خپله ږیره کټوي او د هغه ږیره له يوې مټۍ هم کمه ده. ايا د داسې کس شاته لمونځ کول جايز دي که نه؟ او داسې کس امام ټاکل څنګه دي؟ ځواب د جومات امام بايد داسې څوک وي چې د شريعت صحيح پيروي کوونکی وي، د کتاب او سنت له مخې ژوند کوي او تر ټولو زيات د قرآن او سنتو عالم وي. د ږيرې پرېښودل پر مسلمان نارينه واجب دي. رسول الله صلی الله عليه وسلم د ږېرې پرېښودلو حکم کړی دی، لکه څنګه چې فرمايي: «مشرکانو سره مخالفت وکړئ، ږيرې پرېږدئ او برېتونه لنډ کړئ» (متفق عليه، مشکوٰة: ۴۴۲۱) د رسول الله صلی الله عليه وسلم خپله ږیره غټه او بشپړه وه. نه يې ږیره کټ کړې او نه يې د کټولو امر کړی دی. نو د نبي صلی الله عليه وسلم د امر منل واجب دي. له همدې کبله امام ته پکار دي چې خپله ږیره پوره پرېږدي. د ږيرې کوچنۍ کواو او کټولو والا کس فاسق او فاجر بلل کېږي. د داسې کس دایمي امام ټاکل مناسب نه دي. البته که کله ناکله داسې کس لمونځ وکړي، نو د هغه شاته لمونځ صحيح دی، ځکه د فاسق او فاجر شاته لمونځ د علماوو په اتفاق سره صحيح کېږي. امام ته په ښه طريقه سره نصيحت وکړئ. که يې په دې سربېره خپله ږیره اصلاح نه کړه، نو د هغه پر ځای يو بل ښه شخص غوره کړئ. دا کار بايد په حکمت او ښه طریقه ترسره شي څو کومه فتنه پيدا نه شي.
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق