عقايد 528
د جنازې په لمونځ کې د تکبیر پر مهال لاسونه باید یوازې د لومړۍ تکبیر سره پورته شي که د هر تکبیر سره؟
پوښتنه: د جنازې په لمونځ کې د تکبیر پر مهال لاسونه باید یوازې د لومړۍ تکبیر سره پورته شي که د هر تکبیر سره؟ ځواب: د جنازې د لمونځ کې د تکبیرونو سره د لاسونو د پورته کولو په اړه له رسول الله ﷺ څخه کوم صحیحه مرفوعه حدیث نه دی راغلی. هغه کسان چې وايي یوازې د لومړۍ تکبیر سره دې لاسونه پورته شي، لاندې دلیلونه وړاندې کوي: 1. په ترمذي شریف کې روایت راغلی چې رسول الله ﷺ د جنازې لمونځ وکړ، او د لومړي تکبیر پر مهال یې لاسونه پورته کړل. (کتاب الجنائز، باب رفع الیدین علی الجنائز، حدیث 1077) 2. په دارقطني کې هم روایت راغلی: بېشکه رسول الله ﷺ به د جنازې په لمونځ کې د لومړي تکبیر پر مهال لاسونه پورته کول، خو وروسته به یې نه پورته کول. (دارقطني، 2/75) خو دا دواړه روایتونه اسنادي لحاظه ضعیف دي، ځکه د دوی په اسنادو کې ابو فروه یزید بن سنان او یحییٰ بن یعلی ضعیف راويان دي، او فضل بن السکن مجهول دی. (تفصیل: نصب الرایه للزیلعی، بیان الوهم والایهام لابن القطان) خو له صحیحو موقوفو روایاتو څخه دا څرګندیږي چې د جنازې په لمونځ کې د هر تکبیر سره لاسونه پورته کول سنت دی. په السنن الکبری للبیهقي کې صحیح اسناد سره روایت شوی چې عبدالله بن عمر او انس بن مالک رضي الله عنهما به د هر تکبیر سره لاسونه پورته کول. همدارنګه له تابعینو څخه سعید بن المسیب، عروه بن الزبیر، قیس بن ابی حازم، عطاء بن ابی رباح، عمر بن عبدالعزیز، حسن بصري، او محمد بن سیرین رحمهم الله هم د همدې قول پلوي وو. امام ترمذي رحمه الله لیکلي: دا قول د صحابه کرامو، امام شافعي، امام احمد، او امام اسحاق دی، یعنې د هر تکبیر سره د لاسونو پورته کول غوره عمل دی.
