عقايد 529
مړی باید د قبر کومې خوا ته کېښودل شي؟ سنت طریقه کومه ده؟
. پوښتنه: مړی باید د قبر کومې خوا ته کېښودل شي؟ سنت طریقه کومه ده؟ ځواب: مړی د قبر د پښو له خوا څخه دننه کول سنت دي. ابو اسحاق رحمه الله روایت کوي: حضرت حارث رضي الله عنه وصیت وکړ چې د دوی جنازه دې عبدالله بن زید رضي الله عنه ولولي. کله چې جنازه تمامه شوه، عبدالله بن زید رضي الله عنه مړی د قبر د پښو له طرفه دننه کړ او وفرمایل: > “دا سنت طریقه ده.” (سنن ابوداؤد، کتاب الجنائز، باب فی المیت یدخل من قبل رجلیه، حدیث 3211؛ السنن الکبری للبیهقي، 4/54) کله چې یو صحابي رسول ﷺ دا ووايي چې “دا سنت ده”، نو مطلب یې دا وي چې دا د رسول الله ﷺ سنت دی. امام ابن سیرین رحمه الله فرمایي: > “زه د انس بن مالک رضي الله عنه سره په یوه جنازه کې وم، هغه حکم وکړ چې مړی دې د قبر د پښو له طرفه دننه کړل شي.” (مسند احمد 1/429؛ ابن أبي شیبه 4/130)
