عقايد 531
پوښتنه: ایا قبر پخه ول صحیح دي؟ پوښتنه: ایا د قبر پخه کول د کوم صحیح حدیث نه ثابت دي؟
پوښتنه: ایا قبر پخه ول صحیح دي؟ پوښتنه: ایا د قبر پخه کول د کوم صحیح حدیث نه ثابت دي؟ ځواب: قبور پخول شرعاً ناجائز او معیوب عمل دی. د قبرو پخه کول، پرې ودانۍ جوړول، کتبې درول، د مرمر ډبرې لګول او ګنبذونه جوړول غلط او د سنت خلاف کار دی. جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر پخه کولو، د هغې پر سر د ودانۍ جوړولو او پرې د لیکنې کولو څخه منع فرمایلي دي. (مسند احمد، صحیح مسلم او نور) او په صحیح مسلم او نورو کتابونو کې له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه وویل: “رسول الله صلی الله علیه وسلم ما ابو الهیاج الاسدي ته ولیږه او ورته یې وویل: زه تا هغه کار ته استوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ما ته را سپارلی و، دا چې هیڅ بت مه پرېږده مګر مات یې کړه، او هیڅ لوړ قبر مه پرېږده مګر برابر یې کړه، یعنې د عامو قبرو په شان ټیټ یې کړه.” له دې صحیحو احادیثو څخه څرګندېږي چې قبور پخول، پرې ګنبدونه، کتبې او ودانۍ جوړول منع دي. او د ائمۀ اربعه (امام ابوحنیفه، امام شافعي، امام مالک، امام احمد) بلکې د فقه جعفریه له مخې هم قبورنه پخه جائز نه دي. د دې تفصیل لپاره د لیکوال کتاب "رد شرک اور اثبات توحید المعروف کلمہ گو مشرک" ته مراجعه وکړئ.
