عقايد 532
د مړي (جنازې) د تېرېدو پر مهال ولاړيدل
د مړي (جنازې) د تېرېدو پر مهال ولاړيدل سوال: آيا د ميت د تېرېدو پر مهال ولاړ يدل سنت دي، که ناست پاته کېدل غوره دي؟ د قرآن او سنت له مخې وضاحت وکړئ. (محمد اکرم – ) ځواب: کله چې رسول الله ﷺ په مدينه منوره کې د اسلامي دولت بنسټ کېښود، نو د دولت د پياوړتيا او تکميل له پړاوونو سره يو ځای ګڼ احکام نازل شول. ځينې داسې احکام هم وو چې په لومړيو کې پرې عمل کېده، خو وروسته د الله جل جلاله د حکم له مخې پکې بدلون راغی. لکه څنګه چې په لومړيو کې نبي ﷺ د قبلې په توګه بيت المقدس ته مخ اړاوه، خو وروسته د ده د زړه د غوښتنې له مخې الله تعالی کعبه شريفه د مسلمانانو قبله وګرځوله. همدارنګه په لومړيو کې د شرابو څښل په کلکه حرام نه وو، خو وروسته د قرآن په صريح حکم حرام وګرځول شول. د همدې ډول تدريجي بدلونونو له جملې څخه يو حکم دا هم و، چې نبي ﷺ به هر کله د يوې جنازې له مخې تېرېده، نو د درناوي په توګه به ودريده. دا کار يې نه يوازې د مسلمان ميت لپاره، بلکې د يهودي ميت لپاره هم وکړ. کله چې صحابه کرامو ورته وويل: “يا رسول الله! دا خو د يهودي جنازه وه، تاسو ولې ورته ودرېدلئ؟” نو رسول الله ﷺ وفرمايل: > «أَلَيْسَتْ نَفْسًا؟» “آيا دا يو انسان نه و، يوه نفس نه و؟” (بخاري ۱/۱۷۵، مسلم ۱/۳۱۰) رسول الله ﷺ خپلو صحابه کرامو ته هم امر وکړ، چې: > “کله چې تاسو د جنازې ليدو ته ورشئ، نو د هغې لپاره ودرېږئ، او څوک چې له جنازې سره روان وي، هغه دې تر هغه مهاله نه کښېني تر څو چې جنازه پر ځمکه نه وي ايښوول شوې.” (بخاري ۱/۱۷۵، مسلم ۱/۳۱۰) خو وروسته بيا دا طرز بدل شو. د علي بن ابي طالب رضي الله عنه له قوله روايت دی: > “رسول الله ﷺ د جنازې لپاره ودريد، نو موږ هم ودرېدلو. بيا هغه کيناست، موږ هم کيناستو.” په موطا امام مالک او سنن ابي داود کې راغلي: > “نبي ﷺ به د جنازو د تېرېدو پر مهال ولاړېده، خو وروسته يې دا کار پرېښود او ناست شو.”
