عقايد 569
پوښتنه: د حیوان د حلالولو پر وخت هغه د قبلې په لوري څملول د کوم حدیث څخه ثابت دي؟
پوښتنه: د حیوان د حلالولو پر وخت هغه د قبلې په لوري څملول د کوم حدیث څخه ثابت دي؟ ځواب: د حیوان د حلالولو پر وخت هغه قبلې ته اړول صحیح او مشروع کار دی. د جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د قربانۍ په ورځ دوه ښکر لرونکي، رنګین او خصي مږونه ذبح کړل. کله چې هغوی قبلې ته واړول، نو حضرت صلی الله علیه وسلم دا دعا ولوسته: "إني وجهت وجهي للذي فطر السموات والأرض،على ملة إبراهيم حنيفاً،وما أنا من المشركين،إن صلاتي ونسكي ومحياي ومماتي للّٰه رب العالمين لا شريك له،وبذلك أُمِرْتُ،وأنا من المسلمين،اللّٰهُم منك ولك عن محمد وأمته،بسم اللّٰه واللّٰه أكبر" بيا يې هغه ذبح کړل. (سنن أبي داود، کتاب الضحایا: 2795؛ ابن ماجه، کتاب الأضاحي: 3121؛ ابن خزیمة: 2899؛ مسند أحمد: 3/370) له دې حَسَن حدیث څخه دا څرګندیږي چې د حیوان د ذبح کولو پر مهال يې قبلې ته اړول مستحب او غوره کار دی.
