عقايد 572
پوښتنه: که په یوه کس د حج کولو لپاره زادِ راه موجود وي، ایا حج پرې فرض کېږي؟ او که مال موجود وي خو حج ونه کړي، ګناهکار به وي که نه؟
پوښتنه: که په یوه کس د حج کولو لپاره زادِ راه موجود وي، ایا حج پرې فرض کېږي؟ او که مال موجود وي خو حج ونه کړي، ګناهکار به وي که نه؟ ځواب: حج د اسلام یو رکن دی او په صاحبِ استطاعت فرض دی. د الله تعالی ارشاد دی: "او د خلکو پر ذمه د الله حق دا دی چې که څوک د بیت الله تر رسېدو وس ولري، نو حج دې وکړي. او څوک چې د دې حکم منکر شي، نو دی پوه شه چې الله له ټولو مخلوقاتو بې نیازه دی." (آل عمران: 97) له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: "اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: د دې خبرې شهادت ورکول چې د الله نه بغیر بل حق معبود نشته او محمد ﷺ د الله رسول دی، د لمانځه قائمول، د زکات ورکول، د رمضان روژې نيول، او که د بیت الله تلو وس وي نو حج کول." (صحیح مسلم، مشکوٰة) ابو هریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ موږ ته په خطبه کې وفرمایل: "ای خلکو! الله تعالی پر تاسې حج فرض کړی دی، نو حج وکړئ." یو سړي وویل: "یا رسول الله! ایا هر کال؟" رسول الله ﷺ چوپ شول، هغه سړي درې ځله دا خبره تکرار کړه. نو رسول الله ﷺ وفرمایل: "که ما هو ویلې وای، نو هر کال حج به فرض شوی وای، او تاسو به یې توان نه درلود." (مسلم) د دې آیتونو او احادیثو څخه څرګندیږي چې په صاحبِ استطاعت د عمر په اوږدو کې یو ځل حج فرض دی. امام ابن قدامه المقدسي رحمه الله فرماري: "د امت اجماع ده چې په صاحبِ استطاعت په ټول عمر کې یو ځل حج واجب دی." د "مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا" تشریح د رسول الله ﷺ او صحابه کرامو رضی الله عنهم په وینا: "زاد او راحله" یعنې د سفر ساز و سامان او د تګ لپاره سواري ده. (ابن کثیر 1/414) نو معلومه شوه چې که د سفر سامان او د تګ وس موجود وي، حج پرې فرض دی، او څوک چې د توان سره ـ سره حج نه کوي، هغه د یوه فرض پرېښودونکی دی. عمر بن خطاب رضی الله عنه فرمایلي: "چا چې د حج وس درلود، خو حج یې ونه کړ، باید ورته یو شان وي که یهودي مړ شي او که نصراني." (تفسیر ابن کثیر، ابن ابی شیبه)
