روژه 550
د حیض او نفاس لرونکو ښځو لپاره د روژو قضا
د حیض او نفاس لرونکو ښځو لپاره د روژو قضا سوال: د حیض او نفاس په حالت کې ښځو ته د روژې حکم څه دی؟ او که ښځې د خپلو پرې شويو روژو قضا تر بل رمضان پورې وځنډوي، نو پرې څه لازم دي؟ ځواب: پر حیض او نفاس لرونکو ښځو لازمه ده چې د حیض او نفاس په ورځو کې روژه ماته کړي. په دې حالت کې روژه نیول او لمونځ کول جائز نه دي، او نه هم په دې حالت کې روژه او لمونځ صحیح وي. وروسته به هغوی یوازې د روژو قضا کوي، د لمانځه قضا نه شته. د عائشې رضی الله عنها له حدیث څخه پوښتنه وشوه چې آیا حائضه ښځه به د لمانځه او روژې قضا کوي؟ نو هغې وفرمایل: "موږ ته به د روژو د قضا کولو امر کېده، خو د لمانځه د قضا کولو امر نه کېده." (متفق علیه) د عائشې رضی الله عنها په دې حدیث علماوو اتفاق کړی چې د حیض او نفاس ښځې یوازې د روژو قضا کوي، د لمانځه نه. دا د الله تعالی له رحمت او آسانۍ څخه ده؛ ځکه لمونځ هره ورځ پنځه ځله ادا کېږي، نو د لمانځه قضا به پرې درنه تمامه شوه، خو روژه په کال کې یوازې یو ځل فرض ده، د همدې لپاره یې قضا کې کومه سخته یا تکلیف نشته. د قضا په ځنډولو حکم: که کومې ښځې د رمضاني پرې شويو روځو قضا بې له شرعي عذر نه تر راتلونکي رمضان پورې وځنډوله، نو هغې ته به د روژو په قضا کولو سربېره د هرې روژې بدل کې یو مسکین ته خواړه ورکول لازم وي، او له الله نه به توبه هم باسي. خو که د ناروغۍ یا سفر عذر داسې و چې تر راتلونکي رمضان پورې دوام وکړ، نو وروسته له روغېدو او له سفره په راستنېدو به یوازې قضا روژې نیسي، مسکین ته خواړه ورکول پرې لازم نه دي.
