روژه 556
پوښتنه: هغه څوک چې روژه نیسي او په روژه کې دروغ وایي یا د دروغو مطابق عمل کوي، د هغه روژه د الله په نزد قبولېږي که نه؟
پوښتنه: هغه څوک چې روژه نیسي او په روژه کې دروغ وایي یا د دروغو مطابق عمل کوي، د هغه روژه د الله په نزد قبولېږي که نه؟ ځواب: هغه څوک چې د روژې په حالت کې دروغ وایي یا د دروغو مطابق عمل کوي، د ده روژه ضایع کېږي. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "چا چې د روژې په حالت کې دروغ ویل او د دروغو مطابق عمل کول پرې نه ښودل، نو الله ته د دې اړتیا نشته چې د هغه د خوراک څښاک پرېښودل قبول کړي." (صحيح البخاري، كتاب الصوم: 1903، مشكاة: 1999 – د ابو هريره رضي الله عنه روايت) همدارنګه ابو هريره رضي الله عنه په بل حديث کې فرمایي: "څومره ډېر روژه نيونکي داسې دي چې له خپلې روژې څخه پرته د تندې بل څه نه ترلاسه کوي، او څومره ډېر د شپې عبادت کوونکي داسې دي چې له خپل قيام څخه پرته د ويښتابه بل څه نه تر لاسه کوي." (سنن الدارمي، كتاب الرقاق: 2723) له دغو صحيحو احادیثو څخه معلومېږي چې روژه نيونکی باید د روژې په حالت کې له بدو خبرو، سپکاوي، تهمت، عیب جويۍ، د دروغو له خپرولو او نورو ناوړه کارونو څخه ځان په بشپړه توګه وساتي. کنه نو له روژې نه به يې پرته له لوږې بل څه په لاس نه راځي. الله تعالی هغه روژه قبلوي چې له ګناهونو او منهياتو څخه ساتل شوې وي.
