روژه 559
هغه څوک چې میاشت ویني، څه دعا باید ووایي؟
پوښتنه: هغه څوک چې میاشت ویني، څه دعا باید ووایي؟ ځواب: د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې کله نبي کریم ﷺ میاشت ویني، نو دغه دعا یې ویل: "اللّٰهُ أَكْبَرُ، اللّٰهُمَّ أَهِلَّهُ عَلَيْنَا بِالأمْنِ وَالإيْمَانِ، وَالسَّلامَةِ وَالإِسْلامِ، وَالتَّوْفِيقِ لِمَا تُحِبُّ رَبَّنَا وَتَرْضَى، رَبُّنَا وَرَبُّكَ اللّٰهُ" ژباړه: "الله تر ټولو لوی دی! ای الله، دا میاشت زموږ لپاره د امن او ایمان، سلامتیا او اسلام سره راولي، او موږ ته هغه توفیق راکړه چې ته یې خوښوې، زموږ رب او ستا رب الله دی." (سنن الدارمي: 1694 – سلسله الاحادیث الصحیحه) دغه روایت د ګڼو شواهدو په اساس صحیح ګڼل شوی دی.
