طهارت 461
ایا د قرآنکریم تلاوت د بې اوداسه سړي لپاره روا دی؟ (محمد شفیق الحسن)
پوښتنه: ایا د قرآنکریم تلاوت د بې اوداسه سړي لپاره روا دی؟ (محمد شفیق الحسن) ځواب: د قرآن حکیم د تلاوت لپاره که څه هم په اوداسه حالت کې کېدل افضل او غوره کار دی، خو بې اوداسه که څوک د قرآن آیتونه تلاوت کړي، نو دا جواز لري. امام بخاري رحمه الله په صحیح البخاري کې د «باب قراءۃ القرآن بعد الحدث وغیره» (یعنې د بې اوداسه تلاوت) لاندې داسې روایت را نقل کړی: عبدالله بن عباس رضي الله عنهما روایت کوي چې یوه شپه یې د نبي کریم ﷺ د مېرمنې میمونه رضي الله عنها په کور کې تیره کړه. هغه وایي: نبي کریم ﷺ د شپې نیمایي برخه، یا تر نیمایي لږ مخکې او یا لږ وروسته بیدار شو. نبي کریم ﷺ کیناست، په خپل لاس یې د مخ پر سر د خوب اثرونه لرې کړل. بیا یې د آلعمران د وروستیو لسو آیتونو تلاوت وکړ. تر هغه وروسته هغه کڅوړې (مشکیزې) ته ورغی چې ځړول شوې وه، له هغې یې ښه اودس وکړ او بیا د لمانځه لپاره ودرېد. (الحدیث) د امام بخاري رحمه الله مقصد دا ښکاري چې د قرآن تلاوت بې اوداسه هم جایز دی، ځکه نبي کریم ﷺ د بیدارېدو پر مهال لومړی د آل عمران لس آیتونه ولوستل، وروسته یې اودس وکړ. او په صریح ډول داسې هیڅ صحیح روایت نشته چې بې اوداسه د قرآن د تلاوت څخه منع وکړي.
