طهارت 466

د اودس کولو نه وروسته که د چا پرتوګ د پښو تر ټېنګلو (ټخنونو) لاندې شي، نو ايا اودس يې ماتيږي؟ (شيخ ثاقب رحيم)

سوال: د اودس کولو نه وروسته که د چا پرتوګ د پښو تر ټېنګلو (ټخنونو) لاندې شي، نو ايا اودس يې ماتيږي؟ (شيخ ثاقب رحيم) جواب: د څادر يا پرتوګ د ټېنګلو نه ښکته کول ګناه دی، او که څوک دا کار د حلال ګڼلو يا د تکبر له مخې وکړي، نو دا لویه (کبيره) ګناه ده. د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث دی چې د هغه کالي برخه چې د ټېنګلو نه ښکته ځوړند وي، هغه په اور کې ده. (إزارة المؤمن) بل حديث کې راغلي: «څوک چې د غرور او تکبر له امله خپل کالي ځوړند کړي، د قيامت په ورځ به الله تعالی د رحمت نظر ورته نه کوي.» (ابو داود) او د نسائي په روايت کې د ټېنګلو نه ښکته کالي اغوستل په خپله «تکبر» ګڼل شوي دي. نو دا عمل بې شکه ګناه دی، خو په هېڅ صحيح حديث کې داسې نه دي راغلي چې که کالي ښکته شي نو اودس به مات شي. هغه روايت چې په مسند احمد او ابو داود کې راغلی دی، چې يو سړي کالي د ټېنګلو نه ښکته وو، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: «ولاړ شه، اودس وکړه»، دا روايت صحيح نه دی. ځکه چې د دې سند کې ابو جعفر نومی يو سړی دی چې مجهول (نامعلوم) دی. علامه الباني رحمه الله د تحقيق مشکاۃ (۱/۲۳۸) کې د همدې ابو جعفر د ضعف له امله دا روايت ضعيف ګرځولی دی. په هېڅ صحيح حديث کې د اودس د ماتېدو يادونه نه ده شوې. نو د کالي د ټېنګلو نه ښکته کول ګناه دی، خو دا اودس نه ماتوي. والله اعلم.
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق